موضوعات
آرشيو وبلاگ فراه داټ کام خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و... 27 / 7 / 1392برچسب:, :: 11:43 :: نويسنده : همایون ذهین
د فراه ولايت مهم ورزشي خبرونه محمدیعقوب (مفتون) د فراه د فوټبال منتخبي لوبدلي د څلور لوري جام اتلولي ترلاسه کړه: د وري (حمل) پر ۲۸ نيټه د فراه ولايت د شهيد محمد نادر ايوبي منتخبي لوبدلي د څلور لوري د فوټبال جام په سياليو کې چې د هلمند په ولايټ کښې په لاره اچول شوي وو، ګډون وکړ او ددي سياليو اتلولي ترلاسه کړه. په ياد شوو سياليو کې د کندهار، فراه، نيمروز ولايتونو څخه منتخبو لوبدلو او د هلمند ولايت څخه دوو لوبډلو برخه اخيستي وه. د دغو لوبو په پايله کې د فراه ولايت منتختي لوبډلي ديادو سياليو لومړي دريځ )مقام ( يې خپل کړ. همداشان د غوايي په مياشتي کې د نيمروز په مرکز زرنج ښار کښې د فراه، بادغيس او نيمروز ولايتونو ګډي لوبي ترسره شوي، چې په پايله کې د نيمروز منتخبي لوبدلي لومړي مقام او د فراه ولايت د )معارف( لوبدلي دويم مقام يې خپل کړ. **** د فراه د غېږي لوبدلي هرات ته ماته ورکړه: د نوي کال په وياړ د فراه او هرات ولايتونو د غېږي وتلي او نامداري لوبدلي ترمنځ سيالي په لاره واچول شوه، چې د فراه لوبدلي هرات ته ماته ورکړ. يادي سيالي د فراه په ښار د شهيد زمانشاه پهلوان په سپورتي لوبغالي کښې ترسره شوه، د هر ولايت څخه ۲۵ د غېږي پهلوانانو ونده اخيستي وه. د لوبو په پاپله کې په سلو کې شپيته سلنه )۶۰٪( امتيازونه د فراه ولايت لوبغاړو خپل کړه، او ددي سياليو اتلان شوه. **** محمود( متين) د فراه ولايت د بدن د ښکلا وتلي څيره، د افغانستان دريم مقام يې خپل کړ: دغه سيالي چې د جوزا مياشتي په ۱۲ مه نيټه په کابل کې ترسره شوه، په پايله کې محمد هارون د هرات ولايت څخه لومړي مقام، شکرالله د هلمند ولايت نه دويم مقام او محمود (متين) د فراه ولايت وتلي څيړه، د هېواد د بدن د ښکلا دريم مقام يې وګتل. "د همګان د مجلی زېرمه" نظرات شما عزیزان:
|
||
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب
تبادل
لینک هوشمند
|
||